IQNA

    په جرمني کې د قرآڼ د حفظ نړیوالې سیالۍ پيل شوې

16:10 - November 13, 2022
د خبر لمبر: 3486451
 ایکنا-(تهران) د نړۍ د ۳۳هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره د قرآن کریم د حفظ نړیوالې سیالۍ د تیرې جمعې په ورځې دجرمني په هامبرګ ښار کې پيل شوي دي.

    په جرمني کې د قرآڼ د حفظ نړیوالې سیالۍ پيل شوېایکناخبری آژانس د مارب پریس له قوله راپور راکړ،د کویت د نړۍ له اسلامی خیریه موسیسې سره د اړونده وقف النور د قرآن حفظ ادارې  دتیرې جمعې ورخې راهسې د قرآن کریم د حفظ نړیوالې سیالۍ د ۳۳هیوادونو د استازو په ګډون سره دجرمني په هامبرګ ښار کې پیل کړي دي.

په جرمني کې د مسلمانانو د لوړې شورا مرستیال مشر او وقف  النور مدیر دانیال عابدین وائي،چې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د نامو لیکل، د اکتوبر په شلمه نیټه پاي ته رسیدلي دي. هغه زیاته کړې،دغه سیالۍ دخداي کتابته د توجه اوعنایت  لپاره اود هغه یعني د قرآڼ  حفظ او ورباندې عمل کولو ته د مسلمانانو دهڅولو لپاره د هڅې په موخې سره ترسره کیږي.، پر دې سربیره چې دغه شان سیالۍ به پیاوړي عقیدتي اغیزې هم ولري او ددینی هویّت له محافظت او د قرآني اخلاقو او ارژښتونو مشتمل تربیّت  سره مرسته کوي.

په جرمني کې د مسلمانانو د لوړې شورا مرستیال مشرهمدارازپه دغو نړیوالو سیالیو کې د شتون لپاره د مسلمانانو د ښه او تاؤده هرکلی خبر ورکړ.

دغه سیالۍد عمر له پلوه د شپاړس کلنو،اتلس کلنو ،پنځه ویشت کلنو او دیرش کلنو حافظانو لپاره ترسره کیږی او تر نن وروستیو پورې یعني داکتوبر تر دوویشتمې پورې به دوام ولري.

ددغو سیالیو دترسره کیدا مسئول شیخ طلال هادی په دغو پرانیستونکو دستورو کې ووئیل،دغه سیالۍ د ۳۳ اروپائي اوغیر اروپائي هیوادونوڅخه د سیالیو کونکو په شتون سره ترسره کیږی او د مختلفو هیوادونو جیوري پلاوی یا قاضیان هم ددغو سیالیو قضاؤت په غاړه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4098801

captcha